ورزش

د اميد افغان او د سنايي ټيمونه لوبه کوي

کابل- باختر د ليندۍ دمياشتې ٩
د فوټبال د الف ګروپونو سيالۍ نن په کابل کې د اميد افغان او د سنايي ټيمونو ترمنځ دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په کابل کې د فوټبال د الف ګروپونو سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې د اتحاد ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د شيوا ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته