خبرونهنړۍ

سرګي لاوروف په رسمي سفر چین ته تللی

بهرنۍ رسنۍ، د وري ۲۰مه، بهرنۍ رسنۍ 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن دوشنبې په رسمي سفر چین ته تللی او ټاکل شوې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره مخامخ خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاراوا ویلي، چې دغې کتنه کې به دواړه لوري د اوکراین، دوه اړخیزو اړیکو او ځینو نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړي.

دغه سفر د نن او سبا(۸ او ۹ د اپرېل) لپاره پلان شوی دی.

لاوروف د وروستي ځل لپاره د تېر ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اوکتوبر په میاشت کې چین ته سفر کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته