امنیت

ملا نصير د خپلو افرادو په ګډون د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه:
پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان پرون په هرات ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د هرات ولايت د شينډنډ او اوبې د ولسواليو په مربوطاتوکې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت وو او اوس د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کسان د طالبانو د يو مشهور قوماندان ملا نصير  په مشرۍ له خپلو جنګي وسايلو سره د سولې له بهير سره يوځاى  شول .
ددغو کسانو قوماندان ملا نصير باختر اژانس ته وويل: په دې دليل چې د هرات ولايت يو شمېر ولسوالۍ افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي او بهرني ځواکونه پکې فعاليت نه لري؛ له جګړې او مخالفت څخه يې لاس واخيست او له دولت سره يوځاى شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته