
کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر
د پروان د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اوومې حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند قاري کامران زید باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د وژنې او غلا په تور نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په پروان کې د جنايي جرمونو ګراف راټیټ شوی دی.
ن/ر