سیاست

دامريکا دجمهور رييس په توګه داوباما دبيا ټاکنې په وړاندې غبرګونونه

کابل – باختر دلړم اوولسمه
دافغانستان ،روسيې ،چين،بريتانيا،فرانسې،آلمان،پاکستان،مصر،  جنوبي افريقا،فلسطين او داسراييلو په ګډون ديو شمير هيوادونو مشرانو دامريکا دجمهورى رياست دانتخاباتو کې داوباما دبرياليتوب له امله مبارکې وويله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ،دچين دولسي جمهوريت رييس هوجين تاواو ددغه هيواد صدراعظم ون جياباو اوباما ته جلا جلا پيغامونه ليږي دي دبريتانيا صدراعظم ديويد کامرون دخپل تويتر پرمخ اوباما ته مبارکې وويله او په راتلونکو کالونوکې يې له ده سره دهمکاري لپاره تياري اعلام کړ.
دفرانسې جمهور رييس فرانسواهولان داوباما برياليتوب دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره ښه انتخاب وباله چې په نړيوال ډګر کې له نورو هيوادونو سره همکاري ته تيار دى .
دآلمان صدراعظم انګلامرکل هم دنړۍ له مالي بحران سره په مقابله کې دبارک اوباما د دولت دهمکاري په استاينې سره ،دده دبرياليتوب هرکلي وکړ .
اوباما نن دخلکو په سلو کې ديوپنځوسو رايو په ترلاسه کولو سره د دويم ځل لپاره دامريکا جمهور رييس شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته