خبرونهټولنه

په پروان کې څه باندې ۲ زره اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د پروان د کلیو، بیارغونې او پراخیتا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې د خوړو د وېش په شپږم پړاو کې له ۲ زره ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه مرستې د وېش پرمهال د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه خوراکي توکي د خوړو نړیوال سازمان له لوري ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۶.۲۵۰ کیلو ګرامه لوبیا او یوه اندازه مالګه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په سیدخېلو ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د وېش د څارنې او امنیت مسوولیت په غاړه اخیستی، څو د دې ولسوالۍ خلک له کومې ستونزې پرته خوراکي توکي ترلاسه کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا