امنیت

په افغانستان کې دناټو شپږتنه عسکر ووژل شول.

٥-کابل باختردزمري دمياشتي ١٢ :
دناټو شپږتنه عسکر په تيرو ٢٤ ساعتو کې په افغانستان کې ووژل شول.
ددغو عسکرو هويت نه دى افشا شوى دياغيانودچاودنو او په بريدونو کې دافغانستان په ختيځ او جنوب کې وژل شوي دي.
ناټو باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ددغو عسکرو وژل کيدل تائيد کړل  خو دهغوى دهويت اودپيښو ددقيقو سيمو په باب يې څه نه دي ويلي .
دسه شنبې په ورځ هم  دناټو دوه تنه عسکر په افغانستان کې په دوو جلاجلا پيښو کې ووژل شول.
ددغو عسکرو په وژل کيدوسره په افغانستان کې دروان ميلادي کال په بهيرکې دناټودپوځيانو دتلفاتو شمير درې سوه شلو تنو ته ورسيد.
داپه داسې حال کې ده چې په تيرميلادي  کال کې دناټو پنځه سوه شپږنوي تنه پوځيان په افغانستان کې دجلاجلاپيښوله امله وژل  شوي وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته