خبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

په پروان کې یوه مدرسه او یو جومات ګټې ته وسپارل شول

کابل، د مرغومې ۳مه، باختر

د پروان سیمه ییز مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د امام بخاري (رح) مدرسه او جامع جومات د الحاج شیر زمان ناصري خیریه بنسټ له لوري په ٥ جریبه ځمکه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه مدرسې او جومات د پرانیستلو مراسمو کې د پروان والي مولوي عبیدالله امین زاده وویل، چې اشغالګر له افغانستان څخه شړل شوي او خدای ج دې موږ ته د اسلامي نظام د ټینګښت توان راکړي.

په همدې حال کې د ناصري خیریه بنسټ مسوول محب الله ناصري وویل، دغه جومات په دوه پوړونو کې جوړ شوی، چې ٥٠٠ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې په دوو پوړونو کې یوه مدرسه چې ١٠ ټولګي لري د ٣٥٠ زده کوونکو د ځایولو ترڅنګ لیلیه او نور اړین سهولتونه هم لري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا