سیاست

ولسي جرګي دقضايه قوي دمحکمو دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه وڅيړله

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

ولسي جرګي دقضايه قوي دمحکمو دتشکيل  اوصلاحيت  دقانون دطرحي اودپوليسو د ذاتي چارو دقانون په طرحي باندې په خپلي نننۍ غونډه کې خبري وکړې .

باختراژانس ته د ولسي جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې په دې غونډه کې  چې دولسي  جرګي ددويم نايب نعمت الله غفاري  په مشرۍ جوړه شوه لومړۍ  مجلس  دثور داتمې  ، دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب دکاليزي درناوي وکړ او دافغانستان دخلکو دروا جهاد ارزښتونه يي  ددي هيواد دشهيدانو دويني توئيدو اودمعيوبينو اومجاهدينو دمجاهدت  زيږنده وبلله .

دمجلس  رييس دولسي جرګي  داداري هيئت فعاليتونو ته هم اشاره  وکړه او ويي ويل چې  اداري هيئت  هره ورځ په کميسيونونو کې دکاري  بهير دگړندي کولو په لاره کې  گډون کوي.

 وکيلانو په  امتيازي وخت  اوداجندا په باب  له  خبرو مخکي دبيلابيلو  مسالو اوموضوعګانو په باب خبري وکړي او په دي اړوند يي دمسوولو مقاماتو دپاملرني  او څيړنې غوښتنه وکړه.

له وزيرانو سره دولسي  جرګي دغړو دکتنې په وخت کې په وزارتونو کې نامناسب  چلند ، دښار دتنظيف  په اړوند دکابل ښاروالۍ نه پاملرنه  اوپه کابل ښارکې دسړکونو دکاردکيفيت  دسمي څارنې  نه شتون   په غونډه کې  طرحه شول  او له اړوندو مسوولينو څخه په دي برخه کې دپاملرني غوښتنه وشوه.

يوشميروکيلانو  دکميسيونونو په غونډوکې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري درييس په نه ګډون انتقاد وکړ  او دده  داکار يي له قانون څخه سرغړونه وبلله او په دې باب يي دولسي جرګي اداري هيئت دپاملرني غوښتنه وکړه .

دغو وکيلانو دغه راز دولسي جرګي دکميسيونونو له خوا په ټاکلو ورځو کې دځينو وزيرانو په نه شتون هم خپل انتقادونه څرگند کړل.

په غونډه کې دتابعيت په نوى تذکرو کې له درې ژبي څخه په نه استفادي، په تعليمي نصاب کې دځينو ستونزو په شتون ، طالبانو له خوا دغزني ولايت په ځينو سيمو کې دښوونځيو په تړل کيدو اوپه زابل ولايت کې دښوونځيو دزده کوونکو په مورنې ژبي  ددرسي کتابونو په نشتوالي  انتقاد وشو اوله مسوولينو څخه غوښتنه وشوه  چې ددغو ستونزو په لري کولو  اقدام وکړي.

دغونډې غړو دغه ارز په عمومي غونډو  او دکميسيونونو په غونډو کې   دوکيلانو دايمې ګډون  باندې په ټينګا سره دولسي جرګي له غړو څخه وغوښتل  چې دغه  موضوع دي په جدي  توګه په پام کې  ونيسي .

ځينو وکيلانو په کونړولايت  کې امنيتي ستونزې ، دکار په بازار کې دهيواد دماشومانونه مصوونيت ، دميدان وردګو _ غزني اودميدان ورګو _ باميانو په لارو کې  ناامني  ، په يوشمير ولايتونو کې دسيلاونو راوتل اوله دې امله خلکو ته دسراومالي تاوانونو اوزيانونو رامنځته کيدل  طرحه کړل او په دغو مواردو کې يي دچارو دمسوولينو په نه پاملرني انتقادوکړ.

يوشمير نورو دبودجي په باب دوکيلانو پرخلاف دماليې وزارت دمالي معين  مصطفي مستور سپکاوي ته په اشاري سره ، دده په  ګوښه کولو کې دماليې  دوزير  دنه ځواکمنې  يادونه وکړه  او دمستور په باب يي دولسي جرګي  دتصميم دعملي کيدو غوښتنه وکړه.

په غونډه کې دکابل ولايت  دده سبز ولسوالۍ په غرونو کې دبهرنيو ځواکونو په هوايي عملياتو انتقادوشو  اوتينګار وشو چې دغه ځاى کې هيڅ امنيتي  ستونزه نشته او دخلکو دوخت د مخنيوي په خاطر دي ددغه شان عملياتو له اجراکولو څخه ډډه وشي .

دبلخ پوهنتون په ليليه کې   دغور ولايت ديوشمير محصلانو دنه شموليت په باب  دهغوي ستونزي  هم په غونډه کې طرحه شوي  اودلوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل شول  چې دلري پرتو ولايتونو دمحصلانو دستونزو په لري کولو کې  دي خاصه پاملرنه وکړي .

له اجنداسره سم دغونډي دکار په دوام دقضايه قوي دمحکمو دتشکيل اوصلاحيت دقانون طرحه  چې په نهو فصلونو اوپه يوسلو لسو مادو کې تدوين شوي  وه اوپخوا دولسي جرګي په کميسيونونو کي څيړل شوې ده دعدلي اوقضايي چارودکميسيون دمرستيال  محمدسرورعثماني فراهي له خوا وړاندې شوه.

دقانون په دې برخه کې داختلافي  مواردو په اړوند د اساسي قانون پر تطبيق باندي دڅارني کميسيون  نطر چې په دغو مواردو کې  دتصميم  نيوني واک يي ولسي جرګي  ته ورکړي دي هم غونډي ته ولوستل شو.

دعدليي وزارت دتقنين  رييس چې دموضوع په باب دزياتو توضيحاتو  دوړاندې کولو په لاره کې په غونډه کې ګډون  وکړ ددغه قانون دبيلابيلو اړخونو  اودتصويب  داړتيا په باب خبري وکړې .

له خبر و اوغور وروسته وپيتل شوه چې داختلافي مواردو دلري کولو په مقصد داختصاصي   کميسيونونو اوداتلس ګونو کميسيونونو درپوټ ورکوونکو اودسترې محکمې اودلوى څارنواۍ داستازو ګډه غونډه جوړه شوه.

وروسته دپوليسو دذاتي  چارو  دقانون طرحه دداخلي چارو دکميسيون درئيس ميرداد خان نجرابي له خوا په نهو فصلونو  اوپنځه شپيتومادوکې وړاندې شوه.

وکيلانو ددغه قانون دبيلابيلو اړخونو اودافسرانو دترفيع دڅرنګوالي په باب خبري وکړې  اوټينګار يي وکړ چې دهغوي په ټاکنه او ترفيع کې دبي عدالتيو دمخنيوي په خاطر  په دي قانون کې اغيزمن تدبيرونه اټکل شي .په نتيجه کې وپتيل شوه  چې دداخلي امنيت کميسيون دي دنظر وړ قانون دبشپړولو په لاره کې دکميسيونونو اودامنيتي ارګانونو په شتون ګډه غونډه  جوړه شوه .په پاى کې دمجلس رييس درييسانو  دکميټي له خوادعمومي غونډي  دراتلوونکي اوونۍ ټاکل شوي اجندا اعلام کړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته