کابل باختر دوږي اوولسمه :
دملي پيوستون دپروګرام له خوا نن په بادغيس ولايت کې د دريو ټولګټو پروژوکار پيل شو .
ددغو پروژو دکار له پيل کيدو سره جوخت د بالامرغاب ولسوالۍ څه دپاسه يو سلو پنځوسو تنواوسيدونکو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
دبالامرغاب ولسوال ضياالدين باخترآژانس ته وويل: په دې پروژه کې د بالامرغاب ولسوالۍ په دريوکليوکې د دريو استنادي ديوالونو جوړول شامل دى چې ددغو پروژو په عملي کيدو سره کرنيزې ځمکې د سيلاوونو له خطر څخه خوندي پاتې کيږي.
د ضياالدين د څرګندونو له مخې: دغه پروژې به په راتلوونکې يوه مياشت کې بشپړې او د استفادې وړ وګرځي.
د بالامرغاب ولسوال زياته کړه چې په دغو پروژوکې څه دپاسه دوه سوه زره ډالره لګيږي چې دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د جوى ګنج، کابلي او جوى نو په کليوکې جوړيږي .
0 1 دقیقه لوستل