خبرونهامنیت

په پروان کې یو غل د ۱۲ کلن ماشوم له لوري ووژل شو

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر

د پروان د جبل السراج ولسوالۍ په تګلر سیمه کې تېره شپه څو تنو غلو چې غوښتل یې له یو کور څخه غلا وکړي، کور ته په اوښتلو سره د یاد کور ۱۲ کلن ماشوم د چره یي ټوپک د ډزو په واسطه یو تن غل وژلی او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

امنیتي مسوولین وایي، چې ساحه یې تر څېړنې لاندې نیولې او ژر به نور غله ونیسي.

د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران زید د باختر آژانس سره په خبرو کې دا پېښه تائید کړه او په ورته وخت کې یې د یاد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یو میل کلاشینکوف او نورو توکو د قاچاق په تور د یو کس د نیولو خبر ورکړ.

حمدالله دانش

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا