ورزش

دکابل دفوټبال دغوره ليګ سياليو دوام وکړ .

کابل باختر  د ثور پنځمه :
دکابل دفوټبال  دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير  قيومي نن دباختراژانس خبريال ته وويل: لومړي دبيک بير ټيم دسرې مياشتې له ټيم سره لوبه وکړه چې لوبه يې ديوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله او په بله لوبه کې داستقلال ټيم ديوې په وړاندې په دوو سره داردو دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ دديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي  کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن دامرخيلو او پنجشير دځوانانو ټيمونه لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته