امنیت

دنجونو د يوه ښوونځي د دروازې په وړاندې چاودنه وشوه

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
څو شيبې مخکې په جلال آباد ښارکې د نجونو د يوه ښوونځي د دروازې په وړاندې چاودنه وشوه.
تراوسه پورې ددغې چاودنې انګيزه روښانه نه ده  او له امله يې د سر احتمالي زيان معلوم نه دى.
خو دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: ددغې چاودنې هدف زده کوونکي نجونې وې .
دباختر آژانس خبريال ګلستان غالب دپيښې له ساحې څخه خبر راکړ چې امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده .
له بلې خوا هم د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولينو تراوسه پورې ددغې چاودنې په باره نظر نه دى څرګندکړى.
جزييات ورسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته