کابل باختر دمرغومي لومړي :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان پرون د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د کرم خيلو، جويبار او د کورغل په ساحو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتوکې په رحماني مشهور د عوض محمد او په کوچي مشهور د بلال په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ