(PS)خبرونه(PS)ورزش

په پلازمېنه کابل کې د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ پیل شوې

کابل، غبرګولي ۱۳ مه، باختر
د بدني روزنې او سپورت ریاست او د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ نن پیل شوې.
دغه سیالۍ چې د پلازمینې کابل په حضوري چمن کې ترسره کیږي، له لسو ولایتونو څخه تر شلو پورې غوره اسونو او اس سپرو پکې ګډون کړی.
د هېواد د بدني روزنې او سپورت ریاست د مالي او اداري چارو سرپرست او د دفتر رئیس مولوي محمدالله احساس د سیالیو د پیل په مراسمو کې وویل: « ویاړم او خوشاله یم چې هېواد مو آزاد شوی، امن دی او په ترڅ کې یې دادی یو ځل بیا د اس ځغلونې ملي سیالۍ ترسره کیږي».
د اس ځغلونې ملي فدراسیون مشر ښاغلي دادمحمد پاینده اختري د دغو سیالیو موخه د غوره اسونو او اس سپرو په ګوته کول وبلل او په خبره یې چې تر نږدې راتلونکې به د اس ځغلونې ملي ټاکنیزې سیالۍ هم ترسره شي.
د دغو سیالیو درې مقام ګټونکي اسونه او اس سپاره به د ملي لوبدلې غړیتوب هم ترلاسه کړي.
ټاکل شوې دغه سیالۍ به د یوې ورځې لپاره دوام وکړي.
صديقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا