
کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کابل ښار په زرنګار پارک کې د کتاب او کتاب لوستلو د اوونۍ په مناسبت ۷ورځنی نندارتون پرانيستل شو، چې پکې ۲۰۰ خصوصي ناشرانو زرګونه جلده کتابونه نندارې ته اېښوودل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال، مولوي سید نجیب الله هاشمي د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې په افغانستان کې د بیهقي ریاست له لوري په لومړي ځل د افغان خطاطانو په لاس لېکل شوی درسي تجویدي قرآن کریم په رنګینه چاپي بڼه بازار ته وړاندې شو.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو معین، مولوي حبیب الرحمن منصور له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې د مطالعې د دود را ژوندی او په ورځینو چارو کې مطالعې ته وخت ځانګړي کړي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت استازي قاضي پامیر وویل چې دا ډول نندار تونونه دا په ډاګه کوي، چې دلته اوس هم تعلیم ته اړتیا شته او تر څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس هم موږ له تعلیم سره علاقه لرو.
د یادونې وړ ده، چې بیهقي کتاب خپرولو ریاست تر دې وړاندې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې ورته نندارتونونه په لاره اچولي وو.
افغانمل