(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

په پلازمېنه کې د يوه سړک د بيارغولو چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کابل ښار کې د يوه سړک د بيارغولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښار اړوند د ۵ ناحيې د سپین کلي څلورلارې لوېدیځ لوري ته د سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د سړکونو د بیارغولو آمر انجنیر شریف الله قادري له قوله ويل شوي، چې ياد سړک به د څه باندې یو کیلو متر په اوږدوالي او ۷ مترو په سور په معیاري توګه بیا ورغول شي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه زياته کړې، چې د دغه سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو ویجاړې شوې وې، چې له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
هېره دې نه وي، چې کابل ښاروالۍ ډاډ ورکړی؛ هغه سړکونه چې بیارغونې ته اړتیا لري، یو پر بل پسې به بيا ورغول شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا