اقتصاد

يو انس سره زر په ١٢٣٦ ډالره وړاندې کيږي

کابلباختر د مرغومي د مياشتې ٢٣
په نړيوالوبازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٢٣٦ ډالره وړاندې کيږي.
د پښتني بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٣٨٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠ افغانيو، عربي په١٩٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٥٠٠افغانيو پلورل کيږي.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته