نړۍ

دسپتمبرديوولسمې دقربانيانو درناوي وشو

واشنګتن دي نيوز  دوږي دمياشتې ٢٢ :
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير ليون پنيتا ددغه هېواد له خلکو څخه وغوښتل چې د ٢٠٠١ ميلادي کال دسپتمبردمياشتې ديوولسمې نيټې دتروريستي بريدونو قربانيان هيرنه کړي.پرون دسپتمبر دمياشتې ديوولسمې نيټې په يوولسمه کاليزه کې ددسپتمبردمياشتې ديوولسمې نېټې  دتروريستي بريدونو دقربانيانو په زرګونو نوريې په هغه ځا ى کې چې په نيويارک ښارکې دسوداګرۍ دنړيوال سازمان ودانۍ وي راټول شول او ددغو قربانيانو درناوي وکړ.
دامريکا ددفاع وزير په پنسلوانياايالت کې ددغو بريدونو په کاليزه کې ژمنه وکړه چې امريکا تل دتروريزم دګواښونو په وړاندې ويښه وي اوهرهغه څوک به چې په امريکادبريدنيت ولري تا وان به يې ورکړي.
دالقاعده يو زيات شمير مشران دسپتمبردمياشتې له يوولسمې نيټي  وروسته  و وژل شول  له دې جملې څخه اسامه بن لادن چې په پاکستان کې په خپل پټنځاى   کې  دامريکايي کوماندوګانو له خوا ووژل شو.
دالقاعده اوسني مشر ايمن الظواهري تائيد کړه چې مرستيال يې په پاکستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريدکې وژل شوي دي.
خودالقاعده دوژل شويو کسانو شمير له زياتوالې سره جوخت دهغو امريکائيانو  شمير هم زيات شوي دي چې دسپتمبر دمياشتې ديوولسمي نيټې له بريدونو وروسته وژل شوي دي.
دهمدې خبرله مخې دامريکا حکومت دسپتمبر دمياشتې له يوولسمې نيټې وروسته دسرطان پنځوس ډوله ناورغۍ په خپلو معالجوي پروګرامونو کې شامل کړي دي.
سربيره پردي  دسپتمبر دمياشتې ديوولسمي نيټې دبريدونو وروسته په افغانستان کې دطالبانو دنظام دراپرځولو لپاره دامريکايي مشرۍ عمليات پيل شول.
په دې جګړه کې تراوسه پورې څه دپاسه دوه زره تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
نږدي اووه اويا زره تنه امريکايي عسکر تراوسه پوري هم په افغانستان کې دجګړي په جبهوکې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته