امنیت

په پلخمري ښارکې د پنځو تنو وسله والو مخالفانو وژل کيدل

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
د البرز_٢٢ د عملياتو له پيل څخه  تراوسه  پورې د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين  سيمه کې پنځه تنه وسله وال مخالفان  ووژل شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع  د جګړې  له لومړۍ کرښې څخه باخترآژانس خبريال  ته وويل  چې د البرز_ ٢٢ عمليات  يوه اوونۍ مخکې په ډنډ شهاب الدين سيمه کې پيل شوي دي  چې له امله يې د تروريستانو په ځالو ځپنده  ګوزارونه  ترسره شول  او په نتيجه کې   پنځه تنه وسله وال مخالفان  ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان زياته کړه  په  وژل شويو مخالفانو کې  د طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته