امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان دافغان پوځيانو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
شپږ تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې د پوځي عملياتو له امله ووژل شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترغړي عبدالخليل خليلي دباختر آژانس خبريال ته وويل : د ملي اردو د هوايي ځواکونو دعملياتو له امله پرون دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند دکنم په ساحه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي دغه عمليات دملي اردو دهوايي ځواکونو له خوا په دې ساحه کې د طالبانو پريو پټنځي ترسره شوي دي دغه راز خبرځاى زياته کړه چې هوايي ځواکونو له دې سره جوخت يوهاموى ټانک چې دطالبانو په واک کې و په چار درې ولسوالۍ کې يې پرې بريد وکړ او لمنځه يوړل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته