
کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :
په بغلان ولايت کې د روان کال په نهو مياشتو کې ١٦٢ ترافيکي پيښې رامنځته شوي دي.
د بغلان ولايت د ترافيکو د ادارې لوى مدير سمونيار محمدنبي نبي زاده باخترآژانس ته وويل چې، په دغه ولايت کې د زياتو ترافيکي پيښو درامنځته کيدو اصلي علت د بې لمبر پليټه واسطو زياتوالى،د لويې لارې او د واټونو د سور کمښت، د ترافيکي څراغونو ، مقرراتو او په قوانينو د چلوونکو نه بلدتيا دى.
د بغلان د ترافيکو مدير د ترافيکي پيښو د مخنيوي يوازنۍ لاره د واټونو پراخول او د چلوونکو د سندونو څيړنه وبلله .
ده د هټيووالو له خوا د ښار د پليو لارو بندول اوپه واټونو اوپليو لارو کې د زياترو ګرځنده پلورونکو شتون د پلخمري ښار د ترافيکو په وړاندې نورې ستونزې وبللې.
ده زياته کړه دغې ادارې په روان کال کې د سرغړونکو موټر چلوونکو دجريمي اودلاينس دويشلو له پلوه پنځه ميليونه اووه سوه درې اوويا زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي. پاى عطاالله ذ