کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
په کندز ولايت کې يوه سيمه ييز پوليس نن يو تن په ډزو سره وواژه .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني باخترآژانس ته وويل : دغه ملکي وګړى دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ د قرتين په کلي کې ديوه سيمه ييز پوليس د ډزو له امله ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه ، دپوستې قوماندان او يو سيمه ييز پوليس نيول شوي دي او پيښه تر څيړنې لاندې ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ