سیاست

دلوګر نوى والي په کار پيل وکړ

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
دلوګر نوى والي نن په رسمي ډول په کار پيل وکړ.
په ولسي جرګه کې د غزني ولايت د خلکو پخوانى استازى نياز محمدحميدي چې د سيمه ئيزو ارګانونو د ادارې په وړانديز او دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له حکم سره سم د لوګر د والي په توګه ټاکل شوى دى؛ نن يې په رسمي ډول په کار پيل وکړ .
دلوګر له ولايت څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغه ولايت په مقرکې جوړه شوې وه؛ دلوګر ولايت مرستيال محمد هاشم فيضي د خبروپه ترڅ کې په بېلابېلو برخوکې د لوګر دپخوانى والي شهيد ارسلا جمال د پلانونو او کارنامو يادونه وکړه او دلوګر دخلکو د انسان دوستانه هدفونو دپلي کولو په لاره کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه  وکړه او د لوى خداى ( ج )  له دربارڅخه يې د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
ورپسې په ولسي جرګه کې د لوګر دخلکو استازى محمد اکبر ستانکزي د خبرو په ترڅ کې شته مشکلات او ستونزې طرحه کړې او له نوى والي څخه يې وغوښتل چې دکوچيانو د ستونزو په حل کولو ، په انتخاباتوکې دشفافيت، د زبر ځواکونو له خوا د دولتي ځمکو دغصب په مخنيوي او د اداري فساد په له منځه وړلوکې هلې ځلې وکړي .
وروسته دلوګر نوى والي نياز محمد حميدي د خبرو په ترڅ کې خلکو ته دخدمت په لاره کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل چې د چارو په ترسره کولوکې هڅه اوهاندکوي او له اړوندو مسوولينو سره په سلامشوره کې د دغه ولايت خلکو ته خدمت او په دې برخه کې يې د خلکو د هراړخيزو همکاريوژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته