امنیت

په غزني کې طالبانو ته د سردروند زيان

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
په غزني ولايت کې نن د افغان او ناتو د هوايي ځواکونو په ګډو عملياتوکې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته خبر ورکړ : وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړل چې د افغان او ناتو د هوايي او ځمکنيو مرستندويو ځواکونو په رسيدو سره تر اوسه پورې په سلګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده وويل: اوس د ګيرو ولسوالي د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده، خو د ولسوالۍ په ځينو سيموکې خورې ورې نښتې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته