امنیت

په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۱۹ ترهګر وژل شوي دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان مولوي عبدالحکیم په ګډون ۴ترهګر د پکتیا په زرمت ولسوالۍ، ۴ ترهګر د هلمند په ګرشک او سنګین ولسوالیو، ۳ ترهګر د بلخ په چمتال ولسوالۍ، یو ترهګر د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ، یو داعشی د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په باره خېل سیمه او ۴ ترهګر د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې وژل شوي دي او ۱۸ تنه نور ترهګر ټپیان شوي دي. رادمنش زياته کړه چې، د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۱۷ تنه ټپيان او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی. همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۱۶ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي. د برید جنرال رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۸ تعرضي عملیات روان دي. هغه زياتوي چې کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۸ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه هم ۷ هوایي بریدونه شوي دي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال ، ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، لوګر، خوست، قندهار، روزګان، زابل، فراه، غور، هرات، فاریاب او د هلمند په ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې یاد عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته