کابل باختر دتلي ديرشمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په لوګر ولايت کې ونيول شول .
دلوګر ولايت دهمغږۍ دمرکز قوماندان باختر آژانس ته وويل : درې تنه وسله وال طالبان دخوشي ولسوالۍ دکاريزونو په ساحه کې هغه وخت ونيول شول چې دملي پوليسو اودملي امنيت په ځواکونو يې بريد وکړ او جګړه پيل شوه .
خبرځاى وويل : دملي اردو سرتيرو دملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو مرستې ته ور ودانګل چې په نتيجه کې يې درې تنه وسله وال طالبان له يوکلاشينکوف ، يو توغندي ويشتونکي ، دوو تومانچو او دتوپ له څلرويشتو سرګلولو سره دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
2 د یوې دقیقې څخه لږ