ټولنه

په کونړکې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /دکب ٢٢ / باختر
په کونړکې په سلګونو اړو کورنيوته خوراکي توکي او د کور وسايل وويشل شول.
دغه کورنى د جګړواو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د وزګارتيا د بحران په پايله کې مالي زيان لېدلي دي او بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
د کونړ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي په دې دوره کې په ٣٥٠کورنيو غوړي، لوبيا، دال ، د ماشومانو لپاره مغزي خواړه او د کور او پخلنځي وسايل وويشل شول.
دغه مرستې د مرستندويو بنسټونو له خوا په اړو کورنيو وويشل شول.
ختم-ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته