امنیت

د امنيتي ځواکونو له ليکو سره د ځوانانو د پيوستون د بهير وده

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
په هرات ولايت کې د دولتي مسوولينو همکارۍ د امنيتي ځواکونو له ليکو سره د ځوانانو د پيوستون د کچې د زياتوالي سبب شوې ده .
په هرات ولايت کې د ملي اردو د جلب او جذب د قوماندانۍ مسوولين وايي: د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ليکو سره په هرات ولايت کې د ځوانانو د پيوستون بهير د قناعت وړ دى.
له دې سره جوخت د ملي دفاع وزارت د پاليسۍ او ستراتيژۍ د معاونيت د دفاعي پاليسۍ رييس تورنجنرال محمد معين فقير چې د يوه هيئت په مشرۍ د هرات ولايت د جلب او جذب د قوماندانۍ بېلابېلې برخې کتلې دي؛ ددغه مرکز کارونه وستايل.
د هرات ولايت د جلب او جذب قوماندان محمد نادر عظمى وايي: هغه کسان چې د وسله والو ځواکونو په ليکو کې جذبيږي؛ له ښو او ژمنو ځوانانو څخه انتخابيږي.
ده د ښار د ناحيو او د اړوندو ولسواليو په کچه د ښوونې او روزنې د پلان تبليغي فعاليتونو او د ملي اردو مخافظتي کادرونو او تاسيساتو په شرايطو د برابرو ځوانانو د جلب او جذب په باب هم معلومات ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته