ټولنه

په کونړ کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

-کابل / دثور ٢٧مه /باختر :
په کونړ کې په سلګونو اړو کورنيو بشردوستانه مرستې وويشل شوې .
دغو کورنيو په هېواد کې دکروناويروس په خپرېدو سره  خپل کار له لاسه ورکړي دي او داقتصادي ستونزو سره  لاس اوګريوان دي . 
دکونړ  درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې دوره کې په نږدې  څلور سوه اړو کورنيواوړه ، غوړي او وريجې  وويشل شول .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته