نړۍ

داسلام پيغمبر ته دمنسوبو کارتونونو درسامۍ سيالي لغوه شوه .

کابل باختر د وږي نهمه : د هالند بنسټپال ښي لاسي سياستوال خيرت ويلدرس څرګنده کړه چې د اسلام پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) ته دمنسوبو کارتونونو د رسامۍ سيالي لغوه کوي څو د ده په خبره خلک د اسلام پالو دتاوتريخوالي قرباني نه شي . ويلدرس چې يوه ماجرا غوښتونکى شخص بلل کېږي له هغه وروسته چې دمرګ څو ګواښونه يې ترلاسه کړل د اسلام د پيغمبر دکارتونونو د رسامۍ د سيالۍ دترسره کولو لپاره يې خپل تصميم لغوه کړ . يو تن په دې ګومان چې غوښتل يې ويلدرس ووژني په هالند کې نيول شوى دى . تيره اوونۍ دهالند صدراعظم مارک روته دويلدرس له دې پروګرام څخه واټن واخېست او ويې ويل، دا داسې کار نه دى چې هغه پکې ونډه واخلي ، خو له دې سره جوخت هغه څرګنده کړه چې ويلدرس د بيان د ازادۍ خنډ نه کېږي . دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې وينا په خپرولو سره د دغه افراطي سياستوال داقلام په غندنې سره د هالند له حکومت څخه وغوښتل چې د حضرت محمد مصطفي ( ص) ته د منسوب کارتونونو د رسامۍ د سيالۍ مخه ونيسي . ختم_ عطاالله _ اکرم په امريکا کې د ازبکستان يو مهاجر په يوولس کاله بند محکوم شو . ١٩_ دازادي غږ راديو باختر د وږي نهمه : په امريکا کې دازبکستان يو مهاجر پرون له يوې تروريستي ډلې سره دملاتړ په تور په يوولس کاله بند محکوم شو خو هغه شپږ کاله چې هغه په توقيف کې تۍر کړي دي ، په دې حکم کې شامل دي . منصفه هيئت دوه څلويښت کلن جمشيد مختاروف د درې سوه ډالرو دورکړې او داسلامي جهاد داتحاد له ډلې سره د ملاتړ په تور چې په ازبکستان کې د دنيوي حکومت مخالف دى او په افغانستان کې هم بريدونه ترسره کوي ، مجرم وپيژاند . د محکمې قاضي څرګنده کړه چې دمختاروف جرم جدي دى خو هغه په امريکا کې له تاوتريخوالي څخه ډک په کوم اقدام لاس نه دى پورې کړى . د مختاروف يو بل همکار بختيار جمعه يوف داپريل په مياشت کې دامريکا ديوې بلې محکمې له خوا په کټ مټ مجازاتو محکوم شوى و . مختاروف او کورنۍ يې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د دې د مهاجرت او داحتمالي ګوزارونو ديو پروګرام له مخې دبشر دحقوقو دکارونو په خاطر امريکا ته لاړه . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته