کابل باختر د وږي ديارلسمه :
دکار ، ټولنيزوچارو ، شهيدانواو معلولينووزارت خبرتيا .
ټاکل شوې ده دروان کال دوږي دمياشتې په څوارلسمه نيټه دشنبې په ورځ د (som) دجګپوړي هيئت غونډه له افغانستان سره دمرستندويو هيوادونو په ګډون دافغانستان داسلامي جمهوريت په کوربه توب په کابل ښار کې جوړه شي .
په همدې مناسبت دهيواد کابينې په خپلې غونډه کې دروان کال دوږي دمياشتې څوارلسمه دشنبې ورځ يواځې په کابل ښار کې رخصتي تصويب کړه .
په دې وسيله دترافيکي ګڼې ګوڼې دمخنيوي او دکابل ښاريانو په تګ راتګ کې داسانتياو دبرابرولو په مقصد په کابل ښار کې ټولو دولتي کارکوونکو او ددولتي او خصوصي ښوونځيو اوپوهنتونونو مسوولينو ، استادانو ، محصلانو اوزده کوونکو ته خبرورکول کيږي چې دروان کال دوږي دمياشتې څوارلسمه دشنبې ورځ يواځې په کابل ښارکې عمومي رخصتي ده .