امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د چار درې ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال په کاپیسا کې ونیول شو.

کابل – باختر د کب دمیاشتې
د وسله والو طالبانو دډلې له خوا د کندز ولایت د چار درې ولسوالۍ لپاره نومول شوی ولسوال پرون د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کی ونیول شو.
د کاپیسا ولایت د امنیتې قوماندانۍ د اوپراسیون آمر سمونمل امان الله باختر آژانس ته وویل: د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د کندز ولایت د چاردرې ولسوال سید محمد رضا رضايی پرون د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کی د امنیتي ځواکونو دګډو عملیاتو په بهیر کی ونیول شو.
یوه اړونده خبرځای وویل: دغو عملیاتو په بهیر کی د وسله والو مخالفینو یوه سراچه موټر هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او له نیول شوي سړي څخه تحقيقات پیل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته