سیاست

حامدکرزی د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته روان شو

کابل_باختر د ثور د مياشتې ٣٠:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د هند د جمهوررئیس پرناب موکرجي په بلنه، نن غرمه د یو دوه ورځني رسمي سفر لپاره د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوې دي:
د هېواد جمهوررئیس به هند ته د خپل دوه ورځني سفر په بهيرکې د دغه هېواد له جمهوررئیس پرناب موکرجي، صدراعظم من موهن سینګ او د هند له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
په دغو کتنوکې به په بیلابیلو برخوکې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا له دې جملې څخه د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پیاوړتیا، سیمه يیزو مسئلو او د علاقې وړ یو شمېر نورو موضوعګانو په باب خبرې اترې وشې.
د دغه سفر په بهيرکې به د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي ته د هند د " ال، پي، یو" پوهنتون لخوا  د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې په هغوکې به د هند جمهوررئیس هم حضور ولري، د افتخاري دوکتورا سند ورکړل شي.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوري ریاست سلاکار وزیر زلمی هېوادمل او د جمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتو رئیس ایمل فیضي ملګرتیا کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته