ټولنه

ځوانانو د حکومت د کړنو ملاتړ وکړ

کابل باختر دمرغومې يولسمه
ځوانانو د حکومت د کړنو ملاتړ وکړ
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو ځوانانو د دغې ولسوالۍ ولسوال عيسی خان ځواک سره د يوې غونډې په ترڅ کې  ژمنه وکړه، چې له خپل حکومت سره په ښې حکومتوالۍ، د قانون په پلي کېدو، د نشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو په مخنيوي او د امنيت  په تامين کې همکارۍ ته چمتو دي.
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوال عيسي خان ځواک له ځوانانو مننه وکړه، چې په خپل منځ کې سره يو دي او د خپل حکومت د کړنو ملاتړ کوي.
ځواک ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې په ولسوالۍ کې به ورته د تعليم، روغتيا، ټولنيزو او نورو برخو کې د ولايتي ادارې په مرسته اسانتياوې برابرې کړي.
ده له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د خپلو سيمو امنيت په تامينولو کې  له حکومت سره دوامداره همکاري وکړي او د رغنيزو پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته