امنیت

شپاړس طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٨ مه/ باختر
شپاړس وسله وال طالبان په غزني کې په تېرو ٢٤ ساعتوکې د کوماندو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د غزني د آب بند ولسوالۍ په دالان او براب سيمو او د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو سيمه کې د کومانډويانو په عملياتو کې ووژل شول.
مومند زياته کړه: په عملياتوکې درې وسله وال طالبان ټپيان شول او څلور تنه نور ونيول شول او د هغوى دوه فولډر موټرونه او ٩ موټرسايکلونه له منځه يوړل شول.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته