کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دهيواد دکرکټ د ١٩کلنو ځوانانو ټيم پرون دنوي ډيلي دکرکټ د١٩کلنو ځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک باختر آژانس ته وويل : په پيل کې توپ وهنه دهيواد د١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم پيل کړه او په څلورو آورونوکې ١٨٢منډې سيال ټيم ته هدف وټاکه چې سيال ټيم ونه شو کړاى شول ټاکلى هدف پوره کړي او د ٤١ منډو په توپير سره يې دافغانستان د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
يوه اړونده خبرځاى وويل : دهيواد دکرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي ټيم له يوې مياشتې مخکې دخپلو تمرينونو دترسره کولو په موخه په هند کې دي او ټاکل شوې ده ددغو تمرينونو له پاى ته رسولو وروسته د آسيا دجام په سياليو کې ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل