نړۍ

داروپا اتحاديې دايران دتيلو اومرکزي بانک دبنديز په درشل کې

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٣٠ :

دفرانسې دبهرنيو چارو دوزير دڅرگندونوله مخې  هيله کېږي  داروپا داتحاديې دغړو هيوادونو استازي  دراتلوونکې دوشنبې په ورځ دايران په تيلو دبنديز دلګولو پرسر موافقې ته ورسيږي.

په دې غونډه کې  به دغه راز دايران دمرکزي بانک دشتمنيو دکنګل کولو موضوع هم وڅيړل شي .

دفرانسې دبهرنيو چارو وزير الن ژوبه له خپل استراليايي سيال کوين راد سره په خبرو کې ويلي دي  چې داروپا اتحاديې دراتلوونکې دوشنبې دورځې غونډه  به  دايران دتيلو  او ددغه هيواد دمرکزي بانک دشتمنيو په کنګل کولو لاس پوري کړي .

الن ژوبه هيله څرگنده کړه  چې  داروپا اتحاديې استازي په دې برخه کې وروستۍ  موافقې ته ورسيږي .

فرانسه په ايران باندې فشارراوړي  چې ايران  خپل اټومي پروګرام بند کړي.

دغه فشار دهسته يي  پروګرام  په باب له شپږ ډلې سره دخبرو لپاره دايران راوړل دي  چې پخوا له ډب سره مخامخ شوي و.

داروپا اتحاديې ديپلوماټانو ويلي دي چې دمرکزي بانک دبنديز په باب موافقې ته رسيدلي دي خوبايد دغې ستونزي ته  دحل لاره پيدا کړي چې دغه بنديز په څه ډول دخلکو داړتياوړ مواد تراغيزي لاندې رانه وړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته