سیاست

جمهوررئیس محمد اشرف غني: سوله د نړۍ د ټولو خلکو او تر ټولو زیات د افغانانو بشري او اساسي حق دی

کابل/ د وږي ۳۱مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف نن مازدیګر د سولې نړیوالې ورځې د نمانځې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوي وو، جمهوررئیس غني وویل: نن باید موږ یو بل ومنو او په ګډه د متحد او واحد افغانستان لپاره هڅه وکړو.

هغه وویل د سولې مشورتي لویې جرګې د سولې نقشه وټاکله او د افغانستان د ولس عظمت یې وښوده چې دا ملت سوله غواړي او د سولې بیه ورکوي.

جمهوررئیس پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ومني. هغه زیاته کړه، په مذاکراتو کې باید مداخله ونشي او د دولت مذاکره کوونکي پلاوي بشپړ ملاتړ دې وشي، ترڅو په قوت سره د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه استازیتوب وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، زموږ ملي بحث راتلونکي ته ګوري او هر ځل چې ولایتونو ته سفر کوم، په خلکو کې د راتلونکي په اړه فکر کول او باورمندي، پر ځان تکیه، اتفاق او یووالی، مساوات او ښځو ته د زیات رول ورکولو، حس وینم.

هغه زیاته کړه، زموږ راتلونکی باید قانون محوره وي، زموږ اساسي قانون د کاغذ پاڼه نه، بلکې هغه ارزښتونه دي چې باید عملي شي. جمهوریت باید اراده، عزت او خپل ارزښت په عمل کې تثبیت کړي.

جمهوررئیس وویل، د یو بل منلو او یوې سالمې موخې ته د رسېدو له پایلې پرته، سوله نشو راوستلای، سوله ګذشت غواړي او د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د نظر اختلاف پکې نشته.

جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې سوله حوصله غواړي وویل، د مطلوبې موخې په برخه کې، نړۍ مطلقاً د جمهوریت تر څنګ ولاړه ده. هغه زیاته کړه، د اقتصادي بدلون او بې وزلۍ د لمنځه وړلو لپاره تلپاتې سوله اړینه ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، تلپاتې سوله او اقتصادي تحول سیاسي ثبات غواړي او سیاسي ثبات د لوبې له قواعدو او اساسي قانون پرته نشي ترسره کېدای او بالاخره یو اغېزناک او حساب ورکوونکی دولت د تلپاتې سولې او اقتصادي بدلون ضامن دی.

جمهوررئیس غني وویل، د جمهوریت لمن پراخه ده او په جمهوریت کې زغم دی. هغه ټینګار وکړ چې سوله د نړۍ د ټولو خلکو او تر ټولو زیات د افغانانو بشري او اساسي حق دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د جګړې شکل تغییر کړی، تروریزم سرحد نه لري، تروریزم د شبکو جنګ دی او موږ یې قربانیان یوو.

د هیواد جمهوررئیس وویل، غازي امان الله خان خپلواکي وګټله او موږ د داوودخان هیلې عملي کوو. مېړانه، اراده او د افغانستان جهاد زموږ د هر وګړي ویاړ دی او ټولو افغانانو پورې اړه لري.

جمهوررئيس د دې په بیانولو سره چې موږ د نابلل شوي جنګ پر ډګر بدل شوي یوو وویل، زموږ اصلي موخه سوله او د تېرو څلوېښت کلونو میراثي تاوتریخوالي اساسي پای دی.

جمهوررئیس غني وویل، افغانستان د اسلامي تمدن محور و او په راتلونکي کې به هم وي. پر سولې ملي اجماع رامنځته شوی او سوله د هر افغان غوښتنه ده.

جمهوررئیس د سولې د اعمار په اړه وویل، زما هیله دا ده چې ملي خبرې د سولې پر اعمار ایجاد کړو، ترڅو په عمل کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان او بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو ګټې د منطق پر بنسټ استوارې دي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې نه یواځې د افغانستان امنیت او ازادي، بلکې د نړۍ امنیت ساتي، قدرداني کوو او دغه ځواکونه به هیڅکله هم هېر نشي، د دوی ملاتړ او پیاوړتیا زموږ دنده ده.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح دغو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل، هیله لرم یوه ورځ ټول یو ځای راغونډ شو او د هیواد سوله ونمانځو او سوله د لمس وړ ورګرځو.

هغه زیاته کړه، زموږ مقاومت د دې لامل شو چې حاکمیت د افغانستان د ملت وي، دې لورته مشروع نظام او جمهوریت دی او بل لوری بغاوت.

امرالله صالح وویل، د افغانستان کړېدلي او بې وزله ولس سولې ته د رسېدو بیه پرې کړی ده. زموږ مقاومت د سیمې د اجماع لامل شو، د سیمې هیوادونه د جمهوریت پر مشروعیت باوري دي او له جمهوریت سره تعریف شوې اړیکې لري.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال څرګنده کړه، زموږ مقاومت دا ذهنیت ایجاد کړ چې جمهوریت د جذب وړتیا لري او دا یې ثابته کړی چې جمهوریت په هغه سوله کې چې نورو د افغانستان لپاره طرح کړي دي، نه ځایېږي.

هغه وویل، کله چې سوله راځي باید لېرې پرتو سیمو ته یې ورسوو، ځکه همدوی د جنګ بار په اوږو وړی او د جمهوریت د بیرغ لاندې سنګر په سنګر جنګېږي.

امرالله صالح دېته په اشارې چې نن موږ د داسې باعزته هیواد تمثیل کوو چې د ټولو عزت پکې دی وویل، بحث په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر سر دی، موږ د ارزښتونو لپاره جنګ وکړ او د هیواد خپلواکي مو ثابته کړه.

په همدې ترتیب په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش په خپلو خبرو کې وویل، سوله د انساني ژوند اصلي قاعده او د سوله ییز ژوند اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، هیله لرم چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ مخامخ مذاکرات ژر پیل شي او اختلافات د دغه بهیر د ځنډ لامل نه شي.

د جمهوررئیس دویم مرستیال وویل، د سولې هیڅ طرحه باید زموږ ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه کړي. زموږ سوله  د ټولو قومونو، ګوندونو او سیاسي جریانونو، د مذهبونو د پېروانو، اقشارو او د ټولنې د وګړو مربوط ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس  ډاکټر عبدالله عبدالله دغو مراسمو ته په خپلو خبرو کې د سولې بین المللي ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل، نن د بل هر وخت په پرتله د دغې ورځ نمانځنه په افغانستان کې محسوسه ده، ځکه له څلورو لسېزو راهیسې د دغې خاورې میلیونونه انسانان د جنګ قرباني شوي دي.

هغه پر دې په ټینګار چې په متحد ډول باید د سولې هرکلی وکړو او فرصتونه له لاسه ورنکړو وویل، موږ په دوحه کې د سولې مذاکراتو د پرانیستې په مراسمو کې د سولې لپاره د افغانستان لیدلوری بیان کړ او موږ د هغې سولې چې په کې د افغان ولس عزت او حق خوندي وي ملاتړ کوو او دا استعجالیت لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړه چې د سولې په مذاکراتو کې د ټول افغان ولس غږ منکعس شي. هغه زیاته کړه، موږ باید د سولې د تامین لپاره خپل اتحاد او یووالی وساتو او پر سولې باوري واوسو، هرڅومره چې د سولې په ملاتړ زموږ پیغامونه لوړ شي، زموږ مذاکره کوونکی پلاوی پیاوړی کېږي.

په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې صافۍ هم خبرې وکړې او د سولې نړیوالې ورځ د مبارکۍ پر مهال یې وویل، پایداره سوله د ښځو په اغېزناک رول پورې تړلې ده او هیله لرم چې له دغه فرصت څخه زیاته استفاده وکړو.

په همدې ترتیب مولوي پیرمحمد روحاني د علماو سرتاسري شورا په استازیتوب په خپلو خبرو کې د سولې د تامین پر اړتیا د ټینګار پر مهال وویل، موږ باید اصلاحات راولو، اختلافي مسایل چې د تخریش لامل ګرځي پرېږدو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړو.

انارکلي هنریار د ښځو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، سوله د انساني ژوند مهمه اړتیا ده او د انسان په صفت اړتیا لرو چې د سولې او هوساینې په فضا کې ژوند وکړو او د سولې له ښېګڼو  او ګټو څخه استفاده وکړو.

هغې زیاته کړه، د خوښې ځای دی چې رسما د سولې د مذاکراتو بهیر پیل شوې او هیله لرم چې دغه مذاکرات به مثبته پایله ولري، ترڅو په هیواد کې روانه وینه توییدنه بنده او تلپاتې سوله ټینګه شي.

د سولې بین المللي ورځې د نمانځې په دغو مراسمو کې ښاغلي بخشي د جنګ د قربانیانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې د جګړې د قربانیانو غوښتنې بیان کړې او د سولې د ټینګښت لپاره یې د ملي او بین المللي اجماع قدرداني وکړه او له ټولو ښکیلو لوریو یې وغوښتل چې د جګړې د پایته رسولو او تلپاتې سولې لپاره هڅه وکړي.

همدارنګه په  دغو مراسمو کې نوراقا شینډنډوال د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، د افغانستان ټولو ولسونو په ځانګړي ډول د شینډنډ خلکو ډېرې قربانۍ ورکړي دي او خوښ یم چې نن د سولې بین المللي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کوم. د افغان ولس یواځینۍ غوښتنه، هیله او ارمان سوله ده، موږ داسې سوله غواړو چې د جمهوریت او ځمکنۍ بشپړتیا په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د تېرو دوه لسېزو لاسته راوړنې پکې خوندي وي. موږ له مذاکراتي ټیمونو څخه په قاطع ډول غواړو چې د اوربند د ټینګښت لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته