ټولنه

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه :
د حج او اوقافو وزارت د ډاډ ګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې جيد عالم، د پنجشير ولايت د حج او اوقافو پخوانى رييس، د کابل ښار د حاجي مير احمد د جامع جومات خطيب او د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا يو غړى ارواښاد مولوي عبدالجلال  وړمه ورځ د يو تن شهيد د جنازې د لمانځه د ادا کولو په وخت کې له يوشمېر لمونځ کوونکو سره په داسې حال کې چې د روژې د مبارکې مياشتې د اتمې ورځې روژه يې نيولې وه، د پرله پسې ځانمرګو بريدونو له امله  شهيد شو او يوشمېر مخور شخصيتونه او عالمان ټپيان شول. 
دحج او اوقافو وزارت د مشرتابه هيئت د ټول هېواد د جوماتونو او حسينه وو د امامانو، خطيبانو او واعظانو په استازيتوب په داسې حال کې چې ځان په دې ستر غم کې شريک بولي، د دوى او د هغو د مومنو ملګرو شهادت يوه ضايعه بولي. د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد او نورو شهيدانو ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او د وروستيو پيښو ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله کوي او په دې ترڅ کې د هېواد له امنيتي ارګانونو څخه په جدي توګه غواړي چې د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې دې د خلکو امنيت تامين کړي او د دغه شان غير اسلامي او غير انساني جرمونو مخه ونيسي او عاملين دې ونيسي او مجازات يې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته