Uncategorized

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس: اطلاعاتو ته لاسرسی د بيان آزادۍ په پياوړتيا او تامينولو کې له اغېزمنو وسایلو څخه ګڼل کېږي

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس په يوه خبري غونډه کې وويل چې اطلاعاتو ته لاسرسی د بيان آزادى په پياوړتيا او تامينولو کې له اغېزمنو وسایلو څخه ګڼل کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې نن په کابل کې جوړه شوه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس عين الدين بهادري، د شکايتونو د څېړنې آمر رحمت الله پيروزي، د کمېسيون تخنيکي سلاکار ولي الله مصباح او د بېلابېلو رسنيو خبريالانو ګډون لاره او اطلاعاتو ته د لاسرسي د آنلاين سيستم د ودې او اصلاح په اړه خبرې وشوې.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس وويل چې د بيان آزادي د دموکراسۍ يو مهم اصل دى، په همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون هلې ځلې کوي چې د خلکو، خبريالانو او نورو اړوندو لورو په سلامشورې په ډېر ښه ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تامينولو لپاره د اطلاع رسونې بهير آسانه کړي.
په دې غونډه کې خبريالانو اطلاعاتو ته د آنلاين لاسرسی د موضوع په اړه خبرې وکړې.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته