ټولنه

په پروان کې د سيند غاړو د ټينګښت کار پيل شو

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې١ نېټه
په پروان ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله د زيانمنوونکو سيمو د سروې  او ټينګښت کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د بيړنيو حالاتو کمېټې چې نوې د پروان د والي له خوا جوړه شوې وه؛ د دغه ولايت د مصيبت ځپلو ساحو د څيړنې په خاطر پرون د سيدخېلو ولسوالۍ د دينار خېلو په کلي او د هغه په شاوخوا کليو په ځينو سيموکې پرون خپل کار  پيل کړ .
د پروان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې د زيانونو د څيړنې مدير  وويل چې په دغو سيمو کې د سيند غاړو د تينګښت کار داسکواټورونو په واسطه دوام لري.
ده وويل چې په پروان ولايت کې دسيلاوونو د راوتلو په نتيجه کې د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي دي او د استوګنې ۳۵۴ کورونه  او د کرنې ۸ زره جريبه ځمکې ويجاړې شوې دي.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته