-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
پنځه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول.
دغه چاودنه تيرماښام دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند د ګل تيپې په شينوارى کلي کې رامنځته شوه.
د ٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبرى باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په دغه ساحه کې د دولتي وسايطو دله منځه وړلو په مقصد ماين ښخ کړى و چې په خپله دخپل ماين ښکار شول.
ده زياته کړه په دې چاودنه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي خو بل چاته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ