امنیت

په نورستان کې د څلور تنو ډار اچوونګو وژل کيدل

دپارون ښار باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند څلور تنه  ډارچوونکي په  نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې  ووژل شول.
په دغو يرغلګرو تېره شپه د وانت وايګل په ولسوالۍ کې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛  په دغو  جګړو کې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل  ؛  دغه وسله وال طالبان ديولړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت و،  چې بريد پرې وشو.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه نيولې ده .
خبرځاى  زياته کړه  چې امنيتي مامورانو نن سهار په  دغه  ولايت کې له ګڼ ميشتو لارو څخه درې ماينونه  کشف او شنډکړل. پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته