ټولنه

په هرات کې د پوځي شهيدانو کورنۍ د استوګنې ځمکې ترلاسه کوي

کابل/ د تلې ٢مه/ باختر
ټاکل شوې ده په هرات کې د استوګنې زر نمرې د پوځي بنسټونو د شهيدانو پر کورنيو ووېشل شي.
د ځمکې د نمرو د وېشلو کمېسيون چې د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي په مشرۍ  جوړ شوى دى؛ اعلام وکړ چې د استوګنې دغه نمرې او کورونه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو پر کورنيو وېشل کېږي.
د هرات والي د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او ځان تېرېدنو ته په درناوي، د هېواد په ټولو ولايتونوکې د شهيدانو کورنيو ته د ځمکو د نمرو وېشل ددغو کورنيو د ملاتړ لپاره د دولت د پروګرامونو يوه برخه وبلله او موظف کمېسيون ته يې  لارښوونه وکړه چې مستحقو کسانو ته د نمرو د وېشلو بهير ګړندى کړي.
دغه راز د مهاجرينو رياست مسوولينو په سعادت ښارګوټي کې پر دغو کورنيو د زرو نمرو د وېشلو په اړوند خپل تيارى اعلام کړ.
دا لومړى ځل دى چې په هرات کې د شهيدانو پر کورنيو د استوګنې د نمرو او د کورونو د وېش طرحه ترلاس لاندې نيول کېږي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته