امنیت

په تورخم کې دجګړې دوام

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
پاکستاني پوځيان  تيره شپه دتورخم  بندر له پولې اخوا څخه  دافغان امنيتي ځواکونوپه سنګرونو دغرني هاوان  په  ډزو سره تعرض وکړ.
د ٣٠١ سرحدي  زون درستيز وال سمونوال محمدايوب حسين خيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : پاکستاني پوځيانو تيره شپه  دغرني هاوان په ډزو سره  زموږ دسرحدي  امنيتي ځواکونو په سنګرونو خپل تعرضونه پيل کړل  چې د افغان سرحدي ځواکونوله خوا   په مدافعوي ډزوسره مقاومت وشو  او دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې ؛ په دې نښته کې نهه تنه پاکستاني پوځيان سخت ټپيان شوي  اود بريدجنرال علي جاويد چنګيزي په نامه دهغوى يو منصبدار وژل شوى  او پوله د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
په دې پيښه کې دافغان سرحدي پوځ يو سرتيرى شهيدشوى   او جنازه يې ديو لړ مراسمو په ترڅ کې دننګرهار ولايت دشهيدانو په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه چې زموږ په زرګونو تنو هېوادوالو ددغه شهيد د جنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون کړى و.
هغه کسان چې د جنازې دښخولو په مراسمو کې يې ګډون کړى و  وايي هره ګولۍ  چې دپاکستانيانو له خو دافغانستان په حريم توغول کيږي ددوى په نسبت  دافغانانو کرکې او نفرت مراتب  زياتيږي  او افغانان لاپسې هوډمن کوي چې په دې پيښه  او نښته کې دخپلو دولتي ځواکونو ترڅنګ دپاکستانيانو د ناځوانمردانه بريدونو پرخلاف مقابله وکړي او هم مسافران  دتورخم بندر په دواړو غاړو کې له درې ورځو را په دې خوا دلارې پرانيستلو ته سترګې په لاره دي  اوپوله په بشپړه توګه دترافيکو پرمخ تړلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته