خبرونهټولنه

د نظام پر ضد ناسم تبلیغات کوونکي سره به قانوني چلند کېږي

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر

لوګر والي مولوي محمدعلي جان احمد وايي: هغه څوک چې د نظام پر ضد ناسم تبلیغات کوي قانوني چلند به ورسره کېږي.

دغه څرګندونې د لوګر والي د پل علم ښار د اسپېڅ سیمې قومي مشرانو او دیني عالمانو سره د شهیدانو د فاتحې په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.

دیني عالمانو وویل چې د هېواد د رښتیني بچیانو د سرښندونو په پایله کې اوس اسلامي نظام رامنځته شوی دی، دوی غوښتنه وکړه؛ چې باید د هر شهید د یتیم پالنه او روزنه په سمه توګه ترسره شي.

په همدې حال کې د لوګر والي مولوي محمد علي  جان احمد وویل چې د اسلامي امارت د جهاد او شهیدانو د وینو ثمره ده چې په پایله کې یې اسلامي نظام منځته راغلی دی، هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

احمد زیاته کړه: هر هغه څوک چې د نظام او ولس پر وړاندې پرو پاګنډې او ناسم تبلیغات کوي، د منلو نه دي او قانوني چلند به ورسره کېږي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته