سیاست

دکندز والي په دولس کلنې نجلۍ دتيري خبر رد کړ .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

  دکندز والي نن په دولس کلنې نجلۍ  دتيري خبر ردکړ

  ځينو  رسنيو خبرورکړي و چې په کندز کې  په يوې دولس کلنې نجلۍ تيري شوى دى .

  دکندز والي محمد انور جګدلک  نن په يو خبري کنفرانس کې  وويل  لعل بي بي  يوه اتلس کلنه نجلۍ  ده چې ديو زبر ځواک   له خوا په جبري  ډول خپل ورورته په نګاح     شوې وه خو په دې تيرۍ  نه دى شوې .

 دده دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې  په اړوند دوه تنه دپوليسو له خوا نيول شوي دي اوهم ددغې نجلۍ ددولس کلنې مسئله يې رد کړه .

  خبرځاى زياته کړه  هغه سړي چې ددغې نجلۍ نګاح يې تړلې ده  اوس بي درکه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته