روغتیا

په روزګان کې د افغان روغتيايي او پرمختيايي دفتر وتړل شو

ترینکوټ باختر د لیندۍ د میاشتې ۴ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د (AHDS) یا د افغان روغتیايي او پرمختیايي خدماتو ټولنې ولایتي دفتر د وسله والو مخالفانو له لوري د هغوی د غوښتنو د نه پوره کېدو له امله وتړل شو.
د روزګان ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب هم تاییدوي، چي شاوخوا دوې میاشتې مخکې وسله والو مخالفانو له دغې ادارې څخه ځیني شخصي غوښتني درلودې، چې پوره کېدل يې ددغې ادارې توان کې نه وو.
نایاب وايي چې وسله والو مخالفانو لومړی په دغه ولایت کې ۴۹ روغتیايي مرکزونه وتړل او  بالاخره  دوې ورځې  مخکې يې یادې ادارې ته په لیکلي ډول د تړلو ګواښ وکړ.
د نایاب په وینا له د تړل شويو ۴۹ روغتونونو څخه ۱۸ يې بېرته د ولایتي ادارۍ او قومي مخورو د ګډو هڅو په پایله کې پرانیستل شول خو نور يې لا هم تړل شوي پاتې دي.
دده د څرګندونو له مخې د افغان روغتیايي او پرمختیايي خدماتو موسسه یواځينۍ هغه اداره ده، چې په دغه ولایت کې د روغتیايي سکتور په برخه کې مالي او بشري مرستې کوي .
هغه وايي چې د يادې موسسې تړل به په روغتیايي چوپړونو منفي اغیزه وکړي چې له امله به يې د دغه ولایت  اوسیدونکي له ګڼو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.
دغه دفتر پر داسې مهال تړل کېږي، چې څو ورځې مخکې د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخی هم له باختر اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال په روزګان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست اړوند له شاوخوا ۵۹ روغتونونو څخه یوازې د ۱۶ هغو فعالیت تاييد کړی وو او ویلي يې و، چې لا هم ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې  له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د وسله والو د ګواښونو له امله ۴۳روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته