کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١
د شبرغان د يکه باغ د کلي روغتيايي کلينيک د جوزجان د والي او نورو مسوولينو له خوا د پټۍ په پريکولو سره پرانستل شو او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د جوزجان ولايت د افغاني سرې مياشتې رييس ډاکتر احمد غني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه کلينيک ودانۍ د سرې مياشتې له بودجې څخه د څه دپاسه شپږو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې لس خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د دغه کلينيک د اړتيا وړ ځمکه چې يو جريب کيږي؛ په ولايتي شورا کې د جوزجان د خلکو استازي بابرايشچي له خپلو شخصي امکاناتو څخه د سرې مياشتې په واک کې ورکړې ده.
خبرځاى زياته کړه: د دغه کلينيک په فعاليدو سره به د ديرشو زرو تنو روغتيايي ستونزې لرې شي.